محمد اشرف غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

comments 0

28 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکامتحدو ایالتونو د جمهوررئیس د څرګندونو په اړه هراړخیز بحث وشو او لازمه وګڼل شوه چې ډاکټر زلمی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.
دغه راز ډاکټر زلمي خلیلزاد د هیواد جمهوررئیس ته، سولې ته د رسېدو په برخه کې د خپلو وروستیو فعالیتونو او هڅو په اړه معلومات ورکړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments