محمد اشرف غني د جاپان له سفیر سره وکتل

comments 0

65 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیر مازدیګر په کابل کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزاکا سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې د جاپان د زېربنایي پروژو د تطبیق په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ یې اړیکې دوستانه وبللې.
د جاپان سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هیواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
سپوږمي پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments