محمد اشرف غني د باکو نړیوالې مجمعې کې ګدون په موخه آذربایجان ته ولاړ

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوري دولتې پلاوي په ملټیا د آذربایجان پلازمینې باکو ښار ته تللې دې.

د خبرپانې پر بنسټ، ولسمشر غني به د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون ترڅنګ بیا د آذربایجان د حکومتي چارواکو سره سره په بېلابېلو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ له دې هېواد سره ځینې هوکړې هم لاسلیک کړي، د یادې خبر پاڼې پر حواله د آذربایجان حکومت د مشرانو له خوا به ولسمشر غني ته د نظامي ګنجوي نړیواله جایزه هم ورکړل شي.

ولسمشر غني به د دې سفر په ترڅ کې د آذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف سره هم وویني او دواړه لوري به پر سیمه اییزه همکارۍ او د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا بحث وکړي.

ټاکل شوې د باکو اوومه درې ورځینۍ نړیواله مجمع به د پنجشنبې په ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شي،.

په نړیواله مجمع چې په کې به د اوویا هېوادونو شاوخوا ٤٥٠ مېلمانه ګډون ولري چې د نظامي ګنجوي د نړیوال مرکز په نوښت جوړیږي.

د باکو په دې نړیوالې مجمع کې د ناستو پر مهال به پر ساینسي، کلتوري او پرمختیایي پروګرامونو پر وړاندې د پرتو خنډونو او ګواښونو اړوند مسایلو بحث وشي.

د باکو نړیواله مجمع د ”د نوې بهرنۍ پالېسۍ“ تر عنوان لاندې جوړیږي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments