محمد اشرف غني او داکتر عبدالله خپل رایې وکارولې

comments 0

46 Views

هندوکش – کابل: د څه باندې یو نیم میاشت کمپاینونو وروسته ولسمشریزو ټاکنوته نوماندانو نن خپلې رایې وکارولې چې په دې لړ کې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله د ټاکنو د رسمي پیل څخه یو نیم ساعت وروسته هم خپلې رایې وکارولې.
د خبرونو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني اماني لېسې ته ولاړ او خپله رایه یې وکاروله، خو اجرائیه رئیس بیا خپل کور ته نږدې په نادریې لیسه کې خپله رایه وکاروله.
ولسمشر د ټاکنو دامنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د جمهوریت د دوام لپاره به هڅې او ملاتړ به یې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments