محسن داوړ: د منظور پشتین نیول به موږ لا پیاوړي کړي

comments 0

7 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د پېښور پوليس نيولی دی. د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن د دې خبر پخلی کړی دی. محسن داوړ د منظور پشتين د نیولو په اړوند ټيویټ کړی او ويلي يې دي منظور پشتين تېره شپه د پېښور په تهکال کې نیول شوی دی.
هغه ویلي دا دوی ته په پرامنه ډول د خپلو جمهوري حقونو غوښتنو سزا ورکول کيږي.
محسن داوړ د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړي کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالې ثنا اعجاز ویلي، له ښاغلي پښتین سره شپږ نور ملگري هم نیول شوي، چې په کې بلال مسید، ادریس پښتین، حمید وزیر، سلام مندوخېل، سلمان پښتین او فاروق شامل دي.
د منظور پشتين د نيولو په اړوند د پېښور تهکال پولیس وايي “هغه يې تېره شپه لس منټه کم په يوه بجه نیولی دی”.
د تهکال پولیس تاڼې اډيشنل محرر نبي ګل ویلي “منظور پشتين په ډېره اسماعيل خان کې په يوه مقدمه کې مطلوب ؤ، عدالت ته يې وړاندې کوي بيا د عدالت خوښه ده چې جېل ته يې ليږی او که پرېږدي يې”.
د منظور پشتین د خلاصون لپاره خلکو پر ټولنیزه مېډیا کمپیان روان کړی، او د بشر حقونو له نړیوالو ادارو پکې د ده د خلاصون غوښتنه کیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ گڼ شمېر فعالان د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي، خو مشر یې منظور پښتین یې لومړی ځل دی چې نیول کېږي.
د پاکستان حکومت په سمدستي ډول څه نه دي ویل شوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments