محسن داور: پاکستان کې د پښتنو د نا درکه کېدو لړۍ لا هم روانه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتونخواه: د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مخکښ غړی وایي په پاکستان کې لا هم د پښتنو د بې درکه کېدو لړۍ روانه ده. د یاد غورځنګ یو تن غړي محسن داوړ له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې په پاکستان کې دا لړۍ دوام لري او د پاکستان حکومت لا هم په دې اړه چوپه خوله دی.
نوموړي ویلي که پاکستان خپل دې عمل ته د پای ټکی کې نه ږدي نو د یاد غورځنګ له لا ډېرو مزاحمتونو سره به مخ شي.
هغه ویلي دوی له پاکستاني حکومته په کلکه د دې لړۍ بندېدو غوښتنه کوي. پښتون ژغورنې غورځنګ څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ د دې خبرې په غبرګون کې چې دوی نور نه شي کولی خلک را ټول کړي، پراخه غونډه وکړه چې پکې تر ۷۰زره ډېرو پښتنو ګډون کړی وو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments