محب: په ځان مو تکیه زیاته کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت سلاکار وایي، د امنیت شورا تشکیل پړسوب کړی و او معاشونه یې له سفارت برابریدل چې اوس له منځه تللي او حکومت کار کوي چې په ځان بسیا شي.

حمدالله محب چې د کندهاري ځوانانو یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل، افغان حکومت پيسو ته ضرورت لري، خو دا پيسې په دې نه ارزي چې د یو مهم ارګان مالومات دې بیرون ووځي.

امنیت شورا سلاکار وایي، د زیاتو کارمندانو معاشونه کلونه د سفارتونو له لوري ورکول شوي چې ممکن په بدل کې به یې ترې مالومات غوښتل.

حمدالله محب ویلي چې ولسمشر هڅه کوي چې ځان بساینې خواته لاړ شي او په دې تړاو یې ټولو ارګانونو ته لارښوونه کړې.

محب وایي، اوس یې د کارمندانو شمېر کم کړی او د اړتیا وړ کسان دې شورا کې کار کوي

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments