محب: پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ څخه لاس ندی اخیستی

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په تازه څرګندونو کې ویلې، چې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي او د دې ډلې له لورې د تاوتریخوالي کمښت ژمنه یې ریښتنې نه وه.
د نوموړي په وینا، چې پاکستان اوس هم یادې ډلې ته امکانات ورکوي او هلته یې د دې ډلې د روزنې ځایونو ته اجازه ورکړې او ملاتړ یې کوي.
د ده په خبره، ټول بندیان به خوشې کړي خو چې طالبان اوربند ته غاړه کیږدي.
محب ادعا کړې چې له بند د خوشي شوو طالبانو له ډلې ۵۸۰ کسه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي؛ نوموړي په دې برخه کې د کره اسنادو درلودو خبره کړې ده؛ دده په خبره حکومت د راتلونکو کالونو لپاره د امنیت د ټینګښت پلانونه جوړ دي او بریالی دی چې خپل کار ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments