محب: له ترهګرۍ سره له هرې لارې مبارزه په کار ده

comments 0

8 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، چې د ترهګرو پر وړاندې یوازې مخامخ جګړه بسنه نه کوي، بلکې له هرې لارې یې باید مخنیوی وشي.
د خبر له مخې، نوموړي د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې له څارونکو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې نه یوازې ترهګر، بلکې د هغوی ملاتړ کوونکې ریښې او سرچینې باید وچې او له منځه ولاړې شي.
د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې څارونکو پر دې اړتیا د ټینګار تر څنګ وویل، چې د ترهګرو تګ راتګ او آزاد ګرځېدل هم له ورانکارو فعالیتونو سره مرسته کوي او باید په دې اړه اقدام وشي. دوی وویل، چې اداره یې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د افغان حکومت لخوا اړونده وړاندیزونو او مشورو ته ضرورت لري.
دواړو لورو په دې برخه کې د لا ډېر کار او همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments