محب: د ولس استازي تربل هر چا د قانون په ارزښت پوهیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا لخوا په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، د پارلمان غړي د ولس استازي او د قانون جوړوونکي دي او ټول یې درناوی کوي.
خبرپاڼې له مخې هغه وویل، چې وکیل صاحبان تر بل هر چا د قانون په ارزښت پوهېږي او په عملي کولو کې دې مرسته وکړي.
نوموړي، چې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او پولیسو ترمنځ د رامنځته شوې وروستۍ لانجې په اړه د خلکو له ځينې نماينده ګانو او د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره وکتل ټینګار وکړ، چې هيڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري او پولیس مکلف دي قانون پر ټولو يو ډول پلی کړي.
ده د کورنیو چارو له وزیر او ارشد معین سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، امنیتي منسوبان دې ټکي ته متوجه کړي، چې د ستونزې د ایجاد پر مهال له نرمښت او سم چلنده کار واخلي.
د ولسي جرګې غړو د رامنځته شوي مشکل ترڅنګ ځینو نورو موضوعاتو ته هم اشاره وکړه، چې په امنیتي او اجرآتي برخه کې د وکیلانو په اړه موجودې دي. دوی د خپلو موټرو د ګرځولو، وسلو او ساتونکو په اړه یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل، چې د ملي امنیت سلاکار لخوا یې په اړه د قانوني اجرآتو د کېدو ډاډ ورکړل شو.
په دې اړه يو پلاوی هم وټاکل شو، چې د جرګې له اداري پلاوي سره د يادو ستونزو د حل په اړه ګډ کار وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments