محب: د سولې بهیر کې به د سیمې هېوادونو اندېښنو ته پام وشي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په کابل کې د روسیې له استوګن سفیر ښاغلي الیکساندر مانتیتسکی سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
دواړو لوریو د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ جوړېدونکې غونډې په اړه نظرونه شریک کړل.
د ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب وویل: د سولې بهیر اړوند به په سیمه کې اجماع رامنځته شي او د ټولو هیوادونو ممکنه اندېښنې به په نظر کې ونیول شي. هغه څرګنده کړه چې د اندېښنو د رفع کولو لپاره به نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه وکړي.
سفیر مانتیتسکی همدا راز د افغانستان او روسیې د ډيپلوماټیکو اړیکو له سل کلنۍ خوښي څرګنده کړه او د سولې پروسې لپاره د منطقوي اجماع له جوړیدو یې ملاتړ څرګند کړ
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments