محب: د افغانستان ثبات د سیمې دی

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله ده او د سیمې هېوادونه کولای شي په دې برخه کې خپل ځانګړی رول ادا کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ازبکستان کې ویلي، چې د کابل په درېیم کنفرانس کې به د سولې بهیر کې د سیمې هېوادونو پر رول خبرې وشي.
محب له ازبکستان هم مننه کړې چې د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سترو زېربنايي پروژو په ځانګړې توګه د بلخ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ او د سرخان ـ پلخمري د برېښنا په مزي بحث کړی.
دغه راز په لیدنه کې دواړو خواوو د اړیکو، سوداګرۍ، فرهنګي او سیاسي همکاریو پراخوالي برخه کې پر عملي تدابیرو هر اړخیز بحثونه کړي دي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments