محب: حکومت د شمال د امنيت ټينګښت لپاره بشپړه برنامه جوړه کړې

comments 0

12602 Views

هندوکش ـــ فاریاب: د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب فارياب ولايت ته په خپل سفر کې وايي، حکومت د شمال د امنيت ټينګښت لپاره بشپړه برنامه چمتو کړې ده.
محب د فارياب له اوسېدونکيو وغوښتل چې د حکومت د يادې برنامې په عملي کولو کې دې حکومت سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وينا، د خلکو ډېری اړتیاوې د شمالي ولايتونو له لويو لارو پوره کېږي، نو له دې کبله د دښمن ډېر تمرکز د افغانستان په شمال دی.
د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د هېواد د شمال د امنيتي وضعيت بررسي کولو لپاره جوزجان ته سفر وکړ چې په دې سفر کې يې د ولسمشر له لومړي مرستيال عبدالرشید دوستم او د دې ولايت له يو شمېر نورو لوړپوړيو چارواکيو سره هم ليده کاته کړي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments