محب: اوربند افغانستان کې د تل پاتې سولې بهیر چټکوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ هند: د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وايي چې اوربند افغانستان کې د تل پاتې سولې بهیر چټکوي او دغه هېواد کې تاوتریخوالی او ترهګر پلویان نلري.
ښاغلي محب (چهارشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) د “نوي ډيلي خبرو اترو۲۰۲۰” ناسته کې خبرو کې پر طالبانو تور لګولو چې د سولې بهیر کې جدي نه دي او د سولې بهیر هم د دوی په لاس کې نه دی.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«تاوتریخوالی او ترهګري افغانستان کې پلویان نلري؛ خو سوله او هوساینه یې لري. اوربند د تل پاتې سولې بهیر چټکوي، ځکه د افغانستان خلک یې په جدي توګه غواړي او دا امر به د افغانستان خلکو او دولت ته ثابت کړي چې زموږ دښمنان نه یوازې چې د سولې په تړاو جدي نه دي، بلکې دا موضوع د دوی په کنترول کې نه ده چې مسوولیت یې د راتلونکي یوې معاملې کې تامین کړي.»
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره مبارزه کې هم جدي دی:«اجازه راکړئ یو څه روښانه کړم، په هماغه اندازه چې زموږ زړه د سولې لپاره لوی دی، د تاوتریخوالي پر وړاندې هم کلکه اراده لرو. د تاوتریخوالي او ترهګرۍ لپاره هېڅ بریالیتوب نشته. د افغانستان ملت په قاطعیت سره د هغې پر وړاندې دریږي.»
حمدالله محمد ټینګار وکړ چې افغان ځواکونو په تېرو څو میاشتو له ترهګرۍ په ځانګړې توګه له داعش سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې درلودې:«د افغانستان خلک او دولت د سولې بهیر ته ننوتلو چمتو دي. خو که دوی له دې غوښتنې مخه واړوي، د افغانستان ملت ټول ځواک سره دې د مخامخ کېدو چمتووالی ولري.»
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments