محب: امریکا او افغانستان اړیکې په قربانیو جوړې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، له امریکا او نړیوالو متحدینو سره زمونږ ملګرتیا د وینې، زیار اېستلو او قربانۍ ورکولو پر بنسټ ولاړه ده.
حمدالله محب سه شنبه د افغانستان امریکایي پوهنتون د محصلینو د فراغت غونډې ته د وینا پرمهال وویل: «د پراختیا او بیاجوړونې په بهیر کې، مونږ د نړیوالو همکارانو، په خاص ډول د امریکا د متحده ایالتونو د بې سارې همکارۍ ستاینه کوو، داسې همکارې ده چې د وینې، زحمت ایستلو او قربانی کولو پر بنسټ ولاړه ده.»
نوموړې په افغانستان کې د امریکا د هڅو ستاییلو سربیره د امریکايي پوهنتون لاسته راوړنې مهمې وبللې او د دغه پوهنتون له فارغینو یې وغوښتل چې د هیواد د رهبرۍ مسؤلیت په غاړه واخلي.
هغه د امریکا او افغانستان اړیکې ستایلي چې د یو ګډ لیدلوري او ګډو ګټو لپاره د سوله ییز افغانستان لپاره کار کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments