متین: کندز کې ځیني کلي د مسلح مخالفو ډلو پاک شول

comments 0

0 Views

متین: کندز کې ځیني کلي د مسلح مخالفو ډلو پاک شول
هندوکش – کندوز: امنیتې ځواکونو یو لړ خاص عملیات د پامیر ۱ تر نامه لاندې په لاره اچولې ول چې له امله یی ګن شمیر کلي او سیمي د طالبان له ولکې خلاصې شوې.
د شلمې فرقې قوماندان جنرال آدم خان متین وایي یو لړ تصفیوي عملیاتو کې چې الچین، خواجه پاک، پرچم قشلاق، قصاب قشلان، قوماندان جمعه، الله نظر په سیمو کې په لاره اچول شوې ول نوموړ شوي سیمې د مسلح مخالفو له ډلو پاکې شوې.
نوموړي زیاته کړه دغه عملیاتو کې ۱۱۱ تنه مړه او ۵۹ تنه زخمیان شوي او ترهګرو ډلو پتن ځایونه له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یادې سیمې تردې مخکې د طالبان تر ولکې لاندې ول چې اوس مهال د دولت ترکنترول لاندې راوړل شوي دي.
شاه رسول غزنوی – کندز

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply