پاکستان په بلوچستان کې ترهګر روزي او بیا ي افغانستان ته ليږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکې يو په کور ناستې جنرال ويلي دي چې پاکستان ترهګر په بلوچستان کې روزي او بیا يي افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو په خاطر استوي.

نجنرال ټامس مک نیرني له فاکس نيوز سره په خبرو کې په ځغرده ويلي دي چې پاکستان يو ترهګر هیواد دی.

 نوموړی زیاتوي چې د پاکستان په نهو وړو ښارونو کې همدا اوس طالبان، حقاني شبکه، جماعت الاحرار، لشکر طيبه او څو نورې ډلې روزنیز مراکز لري.

نوموړی زياتوي:« امريکا پاکستان ته پيسې ورکوي خو دوی يي د ترهګرو په روزنه لګوي څو چې دا پیسې پاکستان ته ور ورانې وي ترهګر به همداسې روزل کيږي.»

د هغه په خبره پاکستان په سر کې لا ريښتونی نه وو او نه يوازې طالبان بلکه ډيرې نورې ترهګرې ډلې يي هم وپنځولې.

هغه وايي چې امریکا او په ټول کې نړۍ باید پر دې ترهګر پالي هیواد فشارونه ډير کړي.

نوموړي يادې خبرې په داسې حال کې کړي دي چې اوس اوس امريکې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هیوادونو په ليست کې ور ډير کړی دی.

پاکستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې په نيږدې ټوله اسلامي نړۍ کې په ترهګریزو وحشتونو کې لاس لري.

خبريال: فکور نعيمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *