مایک پومپیو: طالبان امریکایانو ته ژمن دي، له هوکړې وروسته یې پر امریکايي ځواکونو بریدونه ندي کړي

comments 0

2655 Views

هندوکش ــ قطر: د امریکا د بهرنی چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې دوشنبه ماخوستن یې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د هغه له ډلې سره کتلي‌ دي. طالب ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دې کتنې پخلی کړی.
مایک پومپیو تېره شپه دوحه کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو یې طالبانو ته سپینه خبره کړې او ورته یې ویلي چې امریکا دې برخه کې څه تمه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه،‌ طالبان تر دې دمه له امریکا سره خپلمنځي‌ هوکړې ته ژمن دي‌ او د دې هوکړې له لاسلیکېدو راهیسې یې پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی.
دوحې ته له رسېدو مخکې مایک پومپیو کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي وو
د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړه کې د طالبانو تبادله او د بین الافغاني خبرو پیلېدل دوه مهم ټکي دي.
طالبان ټینګار کوي چې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي، خو افغان حکومت وایي چې د بندیانو له خوشي کېدو مخکې باید تاوتریخوالی کم شي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments