مایک پمپیو: تړمپ په افغانستان کې دوه موخې لري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو رسنیو ته ویلي چې، ټرمپ په افغانستان کې دوه موخې لري، یو دا چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو رامنځ ته شوې لاس ته راوړنې وساتي او بل دا چې له دغه هېواد امریکا ته پېښېدونکي خطرونه له منځه یوسي.
نوموړي چې رسنیو ته خبرې کولې وویل، تر هغه چې امریکا له یادو دواړو هدفونو ډاډمنه شوې نه وي دوی له افغانستان د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه کوي.
پمپیو بیا هم ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په کتو به له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.
نوموړي دداعش ډلې پر وړاندې هم پر مبارزې ټینګار کړی دی او وایي دغه ډله به د نړۍ په هر ځای کې له منځه یوسي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments