مایکل دی اندرا د ایران د اتومي وسلې څارنې مسول په توګه وتاکل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د نیویارک تایم ورځپاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې سی آی ای مایکل دی اندرا د ایران استخباراتي شبکې نه څارنې په توګه وتاکه.
نوموړي د سي اې اې یو کلیدي غړي بلل کیږي له دې مخکې هدفمندو مامویتونو څانګه کې فعالیت کړي چې د اسامه بن لادن څارنه هم ددغه مسولیت وه.
ویل کیږی چې نوموړې د سي آې آی یو سخت دریځه او جدي مامور دې چې د اسامه بن لادن څارنې او له منځه وړلو مسولیت یې هم په ښه توګه سرته رسولې دي.
نوموړي د جمهور ریس بارک اوباما مشري پر مهال د هدفمندو وژلو مسولیت درلوده چې زیاتره اسلامي رهبران یې پاکستان او افغانستان کې د بې پیلوته الوتکو په وسیله له منځه وړي دي.
د نیویارک تایمز په وینا د نوموړي ګمارنه اصل کې هغو اسنادو ته لاس رسې دې چې آیا ایران اوس هم اتمې وسلو جورولو کې فعالیت لړی او که نه .
دا په داسې حال کې دی چې سی آی آی تر اوسه ددغه موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply