ماین چاودنې نهه طالبان وژلي دي

comments 0

62 Views

هندوکش – بغلان: رسنیو سره په خبرو کې بغلان کې ځایي چارواکو ویلي چې په ډنډ غوري ولسوالۍ کې پر وسله والو خپل ماین چاودلی چې له امله ۹ وسله وال وژل شوي او پنځه ژوبل دي.
د بغلان د امنيه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع خبریالانو ته وویل دا چاودنه هغه مهال شوې چې وسله والو غوښتل ماین جوړ کړي.
په همدې حال کې د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو ته دغه راز وویل چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ او پلخمري ترمنځ لویه لاره کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
نوموړي وویل د جګړې له امله دا لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم طالبانو په خپلوماینونو څو ځلي وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments