ماین خښونکي په خپل ماین وژل شوي

comments 0

10 Views

هندوکش – پکتیا: راپورونه وایي، د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې څلور ماین خښوونکي ووژل شول.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي، تیره شپه وسله والو غوښتل چې د احمد ابا ولسوالۍ ملنګ ډنډ سیمه کې په عمومي سرک کې ماین خښ کړي چې چاودنه پرې شوې او څلور ماین خښوونکي په کې وژل شوي دي.
وژل شویو کسانو تر دې وړاندې هم په عامه لارو او سړکونو کې ماینونه ايښودل چې ملکي خلکو باندې به یې چاودنه کوله.
ماین ایښودل طالبان یو مهم تکتیک یادوي چې ډير کله یې زیان ملکي وګړو ته اوړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments