ماڼوګي کې طالبانو او داعش په جګړه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونر: راپورونه وایي، د کونړ په ماڼوګي کې طالبان او داعش سره یو ځل بیا په جګړه اوښتي دي.
د کونړ ولایت مسوولین وایي، دا جګړې تیره ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند کړنګل سیمه کې شوي دي.
له سیمې تازه راپورونه دادي چې طالبانو له داعش پراخې سیمې نیولي او د داعش وسله والو شپږ جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې هم دي.
تر دې وړاندې دې ډلې هم کونړ کې یو بل وژلي و او دې جګړې ته د اسلام نوم ورکوي.
طالبانو او داعش ډلې تر اوسه د خپل منځي جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
افغان ځواکونه بیا د دې دواړو ډلو په ځپلو بوختې دي، ځکه دا ډلې په هیچا رحم نه کوي او بهرنیو استخباراتو ګټو ته ژمن دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments