مالیې وزارت د راتلونکي مالي کال د بودیجې مسوده د تائید لپاره ملي شورا ته ولیږله

comments 0

62 Views

هندوکش ــ کابل : د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایې، په دې مسوده باندې د سه شنبې په ورځ کابینې بحث کړی و او پاس کړې یې وه چې اوس ملي شورا ته د تصویب لپاره واستول شوه.
ښاغلي مسجدي هیله وښوده چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه به دا مسوده ژر تر ژره پاس کړي.
د ښاغلي مسجدي په وینا د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ۴۲۸ میلیارده او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوې ده چې له دې منځه یې ۲۸۰ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۳۹ میلیارده یې انکشافي بودیجې ته بېلې شوې پيسې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments