مالیزیا: لومړۍ وزیره په محاکمه شوه

comments 0

0 Views

هندوکش ـ مالیزیا: د مالیزیا د لومړي وزیر میرمن هم په فساد کې د لاس لرلو په تور محکومه شوه.
د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق د مالي فساد قضیه له تیرو څو اونیو راهیسې روانه ده چې اوس یې میرمن هم په کې تورنه شوه.
پر نجیب رزاق تورونه دي چې له څه باندې لس میلیون ډالرو په کچه فساد کې لاس لري.
پر پخواني لومړي وزیر د مالي فساد ترڅنګ ۳۲ نور تورونه هم لګیدلي دي.
د لومړي وزیر میرمن روسما منصور هم تازه د ۱۷ بیلابیلو تورونو له امله زندان ته ځي.
نجیب رزاق په ۲۰۱۵ کال کې هم یو ځل پر شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالرو فساد تورن شوی و.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments