مالي فساد په تور د ولسي جرګې دوو وکیلانو دوسیي ولسمشر ته وسپارل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : ویل کیږې چې مالې فساد په تور د ولسي جرګې دوو وکیلانو (لالې حمیدزې او عبدالرحمان ایوبي) دوسې ولسمشر محمد اشرف غني لاسته ورسیدل.
د پارلمان دواره غړي په پراخ فساد تورن شوي او دې دوارو دوسیې ولسمشر محمد اشرف غني ته رسیدلي چې هر یو یې په بیلابیلو مالي فسادونو تورن دي.
پر عبدالرحمان ایوبي تور پورې شوي چې په ملیونونو ډالرو فساد کې لاس لري او ویل کیږي چې هغه دوسیه یي ولسمشر غني ته رسیدلي چې د غزني ولایت په څنډو کې یې په زور په جریبو ملکي ځمکه لاندي کړي او یو اندازه یي په ولسي خلکو بیرته خرڅه کړي ده.
ویل کیږي چې د لالي حمیدزي د فساد دوسیه چې افغانستان ته د الکولي مشروباتو او ښي لاس شترینګ موټرو په واردولو تورن دی د عمر زاخیلوال په کوښښ د ولسمشر تر لاسه پوري رسیدلي ده.
۲۰۱۳ کال کې د ولسي جرګې غونډي ته په وینا کې د ماليي پخواني وزیر عمر زاخیلوال په بربنډه توګه د لالي حمیدزي له ملیوني فساد څخه پرده پورته کړي وه چې پر مهال لالي دغه تورونه بي اساسه او د هغه شخصیت وژنه بللي وه.
ولسمشر ته نږدې یوې سرچیني رسنیو ته ویلي دي چې د لالي حمیدزي او ایوبي دوسیي د سې شنبې په ورځ ولسمشر ته رسیدلي او اوس به دی پرې پریکړه کوي چې دوسيي د چا له لوري او په کومه کچه کې وڅيړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې خلک په دې باور دي چې د ولسي جرګې ځیني استازي کمیشن کاران دي او پیسو په بدل کې خپله رایه پر وزیرانو خرڅوي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply