ماشوم ته د بازاري شیدو زیانونه

comments 0

0 Views

نن ورځ په ټوله نړۍ کې یو عام رواج جوړ شوي چې ماشوم ته د مور شیدو پر ځاې بازاري شیدي ورکول کیږي، خو اوس ساینس پوهانو یو نوی څیړنه کړي چې هغه کوچنیان چې د ډبي يا فورمولې والا شیدي خوري پر راتلونکې کې به چاغوالي په خطر ناک مرض اخته شي.
د میل انلاین د راپور په اساس د پرتګال نیشنل انسټيټیوټ اف هیلت محقیقینو نوې څیړنې کړي چې هغه کوچنیان چې د مور شیدو پر ځاې د ډبي شيدې خوري د چاغوالې په خطر ناک مرض د اخته کیدو چانس ۲۵ فیصده ډیر ده .
په دغه څیړنه کې پوهانو په یو لک کوچنیانو چې عمرونه يې د ۹ او ۶ کلونو تر مینځ وه تجربه کړل، هغه کوچنیان چې ډبي والا شیدي خوړلي وي د هغو سره چې د ډبي شیدې نه وي خوړلې ډیر چاغ ول ،پوهانو د چاغوالي د علت په اړه ویلي: چې ډبي والا شیدي د غوا له شیدو جوړیږي چې په دې شیدو کې د پروټین مقدار ډیر زیات وي، چې په کوچنیانو کې د چاغوالي حجرې (Fat cells ) په تیزئ سره نشونما کوي، چې په نتیجه کې ماشوم د چاغوالي په مرض کیږي.
پوهان زیاتوي چې هغه ماشومان چې ۶ میاشتو پورې د مور شیدي وخوري او بیا د ډبي والا په دې ماشومانو کې هم د چاغوالي امکانات کم دي خو هغه ماشومان چې د پیدایښت نه نیولی تر ۱۰ کلنی پورې ډبي والا شیدي خوري د اخته کیدو چانس ډیر زیات ده .

Share this page to Telegram

Comments