ماشومان لا هم د ګوزڼ ناروغۍ له خطر سره لاس او ګریوان دي

comments 0

4 Views

هندوکش _ کابل: ولسمشر غنی وايي، افغان ماشومان لا هم د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.
ولسمشر غني پرون مازيګر د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ډاکټر تدروس ادهانوم سره په ارګ کې د کتنې پر مهال دا خبره وکړه.
د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله ولسمشر ويلي، سره له دې چې نړيوالو بنسټونو د پوليو له‌منځه وړلو لپاره زياتې منابع کارولي، خو افغان ماشومان لا هم له دې رنځه کړېږي.
د اعلاميې په حواله ولسمشر د مور او ماشوم د روغتيا او نورو برخو کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
دا په داسی حال کی دی چی د روغتيا وزارت په حواله په 2018 میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو 21 مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د وسله‌ والو طالبانو د مخالفت له امله د هېواد په جنوبي سېمو کې تر يو میليون زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه رسېږي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments