ماشومان او روغټیایی حل لارې

comments 0

0 Views

ماشومان تر هرڅه نازک او تر ټول ژر په رنځ اخته کیدونکي دي، بناً مور او پلار مکلف دي ترڅو د هغوی د رغتیا د تامین په موخه له اړینو لارو چارو کار واخلي.

نن د ماشومانو په قی کولو، او اسهال کې چې خلک ورته (دخولې او له نسه یا نس ناستې) ناروغي وایي خبرې کوو.

عموماً کله چې ماشومان د نسناستې په ناروغۍ اخته کیږي عمده لامل یې مکروبونه او د ماشوم چټل ساتل دي چې د دې سربیره د نورو ناروغیو د تکثیر سبب هم ګرځي.

همداراز په ماشومانو کی هره ميکروبي ناروغي لکه د غوږ، ستوني ناروغۍ، د سږو ناروغۍ سينه وبغل او ورته نورې ناروغۍ د اسهال او استفراق سبب کيدی.

کله یا ماشوم د بدهضمي، د خوراک د حساسیت او یا دیخ موسم او یا هم د غاښونو دزېږېدلو په وخت کي پر اسهال اخته کېږي.

تداوي:

روغتیا پوهان توصیه کوي چې باید ماشوم ته د اسهال د ناروغۍ پرمهال دې مور خپل ماشوم ته خپلي پئ (شيدې) زیاتې ورکوي همداراز دې داسهال په وخت کې کله هم مصنوعي او یا پوډري شيدې نه ورکوي.

او که یې بیا هم اثر ونکړ نو ترټولو مناسب محلول (ors(oral rehydration salt په نامه ياديږي چې د مالګو او قند نه ترکيب شوی له اوبو سره دې ګډ او ماشوم ته دې ورکړي.

او که دا نه پیدا کیده نو په یو ګلاس جوش شویو اوبو کي دي يوه وړه قاچوغه مالګه او یوه قاچوغه بوره واچوي او په اوبو کي دې حل کړي بیا دې ماشوم ته په قاچوغه په ورځ کي څو څو ځله له څه فاصلې وروسته ورکوي او اقلاً په ورځ کي همدا يو ګلاس ورباندي ختم کړي او هره ورځ باید تازه محلول ورته جوړ کړي.

همداراز دې دې د ماشومانو له یوه متخصص ډاکټر سره هم مشوره وکړي.

هڅه وکړئ هغه ماشوم ته چې ډیر قی کوي اوبه زیاتې ورکړئ، کوشش مه کوئ چې د استفراق نه وروسته سم دم ناروغ ته ډيرې اوبه ورکړئ، دا ځکه چې ناروغ ماشوم ډيرې اوبه نشي تحمل کولی او د ډيرو اوبو ورکړه د قي يا استفراق د تکرار باعث کېږي.

کوښښ وکړئ چې ماشوم ته غوړ خواړه تر٢٤ ساعتو پوری ورنه کړئ. که بیا هم ماشوم ښه نه وي ژر تر ژره یې روغتون ته ورسوئ.

که ماشوم له ۶ میاشتو څخه کوچنی وي نو مور باید پدې وخت کي هغه خواړه وخوري چي ماشوم ته ځور نه پېښوي همدا راز باید مور کېلې، مڼې او ګازري دخپل خوراک لویه ونډه وګرزوي.

که ماشوم تر شپږو میاشتو پورته وي او د مور له شیدو پرته نور خوراک هم کولای شي باید دکېلې جوس ورته جوړ کړي، نرمي ورېځي دې ورته پخې کړي او دا سې نور ګټور خواړه چې غوړ ونلري ور دې کړي.

اسهال خطرناک دی:

د اسهال له کبله د ماشوم په جسم کي اوبه کمېږي چي د هغه وزن کموي او په جسم کي يې معدنیات او ضروري هغه مالګېن مواد له منځه وړي چي دهغه دجسم دجوړښت په سسټم کي حياتي رول لري.

او که زیات شو د ماشوم د مړینې سبب هم ګرځي

Share this page to Telegram

Comments