مارک اسپر: طالبان د جنګ له لاری قدرت ته نه شي رسیدلی

comments 0

106 Views

هندوکش ـ کابل: د امريکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي، واشنګټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جوړښت اصلاح کولو او د ځواکونو دوامداره ساتلو په لټه کې ده.
نوموړي دا خبره په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دويمه ورځ وکړه او ټينګار يې وکړ چې ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمنه ده.
اسپر زیاته کړه، چې د ناټو متحدانو او د افغانستان حکومت سره په افغانستان کې د ځواکونو جوړښت ته د اصلاح ورکولو په مسلو خبرې شوې دي.
افغانان د جنګ اوجګړی نه ستړي شويدي نور نه غواړی چی په هېواد کې یې د جنک لمنه نورهم پراخه شي د ټولو افغانانو غوښتنه همدا ده چی ژر تر ژره دې افغانستان کي سوله راشي.
مارک اسپر همداراز وويل، طالبان بايد پوه شي چې دوی د جګړې له لارې نه شي بريالي کېدای.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments