ماريا زخارووا: امریکا افغانستان کې نور اهداف تعقیبوي

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه : امریکا غواړي د افغانستان په ګدون نورو هیوادونو کې خپل حضور پراخ کړي.
د روسيي بهرنیو چارو ویاندې ماریا زخارووا په یوې خبري ناستې کې وویل چې: امريکا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د نظامي حضور د پراختيا هڅه کوي، خو په دې برخه کې ځانګړې ستراتېژي نه لري او نه پوهېږي چې ولې بايد په يادو سیمو کې سرتېري ډېر کړي.
آغلې زخارووا زیاته کړې، داسې ښکاري چې امريکا په ورته اقداماتو سره له خپلو نظامي صنايعو پېښېدونکې داخلي ستونزې هواروي. نوموړې وايي، امريکا په افغانستان کې له ۱۵ کلنې جګړې وروسته لا هم د هغه هېواد په اړه ټاکلې ستراتېژي نه لري او سره له دې چې د امنيت شورا په اجازه يې پر افغانستان بريد کړی، لا يې امنيت شورا ته د خپلو اقداماتو په اړه يو ځل هم راپور نه دی وړاندې کړی.
زخارووا وایي: روسيه او د نړۍ هېڅ هېواد نه پوهېږي چې امريکا په افغانستان کې څه کوي او له دې هېواد او سيمې سره به په راتلونکي کې څه کېږي. نوموړې وايي، امريکا بايد په افغانستان کې د خپلو کړنو په اړه امنيت شورا ته منظم راپورونه دوامدار ورکولاې چې دا کار يې نه دی کړی او معلومه نه ده چې څه کول غواړي.
د بهرنیو چارو ویانده وایې چې امريکا په افغانستان کې د ثبات په لټه کې نه ده، له همدې امله د هغه هېواد په اړه خپله ستراتېژي پټه ساتي.
په دې اړه بیا افغان پوځی کارپوهان جلا جلا نظرونه لړي چې ځیني وایې چز امریکا غواړي سیمې کې خپل یو شمیر رقیبان لاندې کړي ترڅو وکولای شي خپل حضور په سیمه او نړي کې پراخ کړي.
د کارپوهانو په وینا امریکا غواړي ترڅو چین، ایران، روسیه او داسې نور هیوادونو چې غواړي امریکا امنیت ته ستونزې ولارې کړي او اقتصادي ترڅنګ نورو برخو کې امریکا لاندې راوړې داسې استراتیژي مخته وړي چې نور هیوادونه ته معلومه نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر اوسه افغانستان په اړه خپله نوې استراتیژ نه ده اعلانه کړې او د امریکا امنیت شورا په دي هڅه کې دې چې په نږدو ورځو کې دونالد تړمپ ته خپله نوې استراتیژي وړاندې کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *