ماتیس له دندې لیرې شو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا دفاع وزیر له پنټاګون خدای پاماني واخیسته.
جیمز ماټيس خپلو همکارانو ته د خپلې دندې د پای ته رسیدو او خدای پامانۍ یو لیک استولی دی.
ماټيس په دې لیک کې خپلو کارمندانو څخه مننه کړې چې په بد حالت کې ورسره پاتې شوي دي.
ټاکل شوې چې د دفاع وزارت مرستیال پېټریک شنهان به نن په رسمي توګه د فاع وزیر په توګه خپله دنده پیل کړي.
ماټيس چې د تیر ډسمبر په ۲۰مه نیټه یې له خپلې دندې استعفا ورکړه، ژمنه یې کړې چې د فیبروري تر پایه به له نوي وزیر سره همکار پاتې شي.
ماټيس له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ځينو نړیوالو موضوعاتو پر سر اختلاف درلود او همدا لامل شو چې له دندې یې استعفا وکړه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments