لیمو او ځانګړتیاوې

comments 0

0 Views

له لیمو څخه چې کومې ګټې ترلاسه کېږي له هغې د مخه هم خبر کړل شوي یاست، ځکه چې په وار وار پرې لیکنې شوې دي. اوس په لنډه توګه لومړی د لیمو د شتو ګټو یادونه کوو او بیا یې هغه ګټه ستاسې مخې ته ږدو کومه چې اوس روغتیا پوهانو ترې په نویو څېړنو کې ترلاسه کړې ده.
په کوم کور، حجره او یا باغ کې چې لیمو کرل شوی وي، د دوامداره شنه، منځ مهاله قد او ښایسته پاڼو په درلودلو سره د یادو ځایونو ښکلا څو چنده کوي. روغتیا پوهان وایي، هغه څوک چې د لیمو د بوټي یا ونې سره نږدې ژوند کوي، ترڅنګ یې ویده کېږي، په ساه اخیستلو کې ورسره د لیمو د بوټي خوشبويي د پوزې او ستوني د رګونو په پاکوالي کې مرسته کوي.

لیمو چې ګرده او ښکلې ونه لري، د نورو ګټو تر څنګ اسیډ سټریک له ځانه سره لري. که د خوراک پر مهال لیمو استعمال شي، له معدې سره د هر سخت خوراک په هضم کې بې سارې مرسته کوي او هم د هضم په اسانه کولو سره انسان د بیا خوراک لپاره اماده کوي.

د هغه لیمو خوراک ګټه هم کمه وِي، په کوم کې چې اوبه پوره شوې نه وي. لیمو چې ښه پوخ شي، اوبه پکې پوره شي او خوراک یې ګټور شي.

په دوه ډوله وي، یو لږ څه ترش او بل پوره ترش. دواړه کې ګټور خوراک شته خو زموږ په ټولنه کې ترش لیمو زیات استعمالیږي. ترش لیمو ګرمو سیمو کې په ښه توګه وده کوي. د لیمو پوستکی د نارنج او مالټې په نسبت نرم وي. روغتیا پوهان د لیمو د پوستکي استعمال هم ګټور ګڼي، خو دپوستکي استعمال یې بیا ځانله جوړښت لري چې ګټه اخیستنه یې ځانګړې فارموله لري.

د لیمو ونه دوامداره ګل کوي او هر وخت په مېوه پټه وي، خو د ګرم موسم مېوه یې د زیاتو اوبو لرونکې وي. په ګرم موسم کې چې دوه لیمو په یوه ګیلاس کې واچول شي، ګیلاس نیم له اوبو ډک کړل شي، په ګیلاس کې لږ څه مالګه هم ګډه کړل شي، بیا د اړتیا وړ اوبو کې مالګه او د لیمو اوبه واچوول شي؛ هیڅ وخت به د اوبو څښونکی له تندې سره مخ نه شي.

که په کور کې څوک غوښه پخوي، له پخلي دمخه د سیر یا هوږې په څېر د لیمو اوبه ورکړل شي، غوښه به په اسانۍ سره پخه کړل شي او هم له معدې سره پوره مرسته کوي.
نوې څېړنه چې روغتیا پوهانو کړې ده، لیمو د اولاد په ښکلا کې مرسته کوي. که په مسلسله توګه څوک لیمو او شنه ممیز استعمال کړي، دمخه یې چې کوم اولاد وي د هغه اولاد په نسبت به یې نوی زېږېدلی ماشوم څو چنده ښکلې وي. روغتیا پوهان اوس د نورو ګټو لپاره په لیمو نورې څېړنې کوي.

Share this page to Telegram

Comments