لیبیا کې بیړنۍ حالت اعلان شو

comments 0

0 Views

هندوکش – لیبیا: لیبا کې د تیرو څو ورځنیو جګړو له امله بیړنی حالت اعلان شو.
په دغه دوه ورځنۍ جګړه کې په طرابلس کې ۳۹ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
په جګړه کې وژل شوي ډیری یې ملکي وګړي دي.
حکومت د بیړني حالت د اعلان لامل د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی ښودلی دی.
تیره ورځ پر پلازمینه طرابلس د وسله والو له لوري ګڼ شمیر توغندي توغول شوي دي.
د وسله والو ترمنځ دغه جګړه تیره اونۍ پیل شوې چې تر دې دمه ګڼ شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولس د لیبیا د ملي یو والي حکومت ملامتوي چې د ولس د امنیت په برخه کې هیڅ نه دي کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments