لویه مشورتي جرګه ـ دویمه ورځ // سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

افغانستان کې چې یو څه ډير ناسم دي، هغه په ټاکلي وخت باندې د غونډو او نورو مجلسونو نه پيل دی، اجنډا له مخې هر سهار باید له اته تر نهه بجو کارونه پيل شوی وی، خو دا کار په هیڅ ورځ باندې د اجنډا له مخې و نه شو چې خپل د کار د ځنډ لامل شو او لامل کیږي.

دویمه ورځ سهار د کمیټو د رییسانو او منشیانو لپاره ټاکنې کیدلې او د هرې کمېټې لپاره ځانګړې صنفونه و چې خپل کار وکړي، د جرګې درالانشاء اسانتیاوې برابرې کړې وې چې د اړتیا وړ توکي برابر کړي او پرته له جنجال ټاکنې وشي.

که څه هم زیاتو خلکو لیوالتیا درلودله چې د کمیټو ریاست او یا منشي څوکۍ وګټي، خو دا چې هره کمېټه کې د هر ولایت او ه قشر کسان و، د هر چا لپاره اسانه نه و چې ټاکنې وګټي، ډیری رییسان چې له کومو کمیټو ټاکل شوي و، یا یې د خپل ولایت کسان ډير و ورسره او یا یې ښه کمپاین کړی و چې څوکۍ وګټي.

ماته په ټاکنو کې یو څه ډير جالب و چې ډیری پخواني چارواکي او سیاسي مبصرین چې غټې غټې خبرې کوي او ځان ورته یو څه ښکاري، د ریاست ټاکنې یې د یو ځوان په رقابت کې و نه ګټلې.

په هر صورت د ټاکنو پروسه خپله د خلکو په لاس کې وه، د خلکو پروړاندې یې سمدستي پایلې اعلانیدې او دا پروسه په ټولو ۵۱ کمیټو کې پرته له کوم جنجال پای ته ورسیده چې هره کمېټه کې له ۷۰ ـ ۸۵ کسانو ګډون درلود.

کمیټو کې فکر کیده چې د اداري پلاوي پر سره جنجالونه دي او ممکن د ۵۱ کمیټو رییسان خپل منځي ټاکنې وکړي او مرستیالان او منشیان معرفي کړي، جنجالونو ته په کتو ډير کسان په دې متفق و چې رییسان دې ټاکنې وکړي او اداري پلاوی دې بشپړکړي، خو دارالانشاء او د جرګې رییس لکه چې ټینګار کو چې هر کس دې رای وکاروي او چا چې ډیرې رای واخیستې څوکۍ به ورکول کیږي، همداس وشوه.

له کمیټو څخه د غرمنۍ لپاره د جرګې ګډونوال لاړل او پریکړه وشوه چې له لمانځه وروسته به د جرګې د مرستیالانو او منشیانو لپاره انتخابات کیږي، بیا هم دا پروسه په وخت پيل نه شوه او بیا یې تر ناوخته دوام وکړ.

غرمنۍ کې که څه هم کسان زیات و، خو تنظیم ښه و چې هر څومره به کسان په میزونو راټولیدل ورته ډوډۍ رسیدله، ځینو کسان به د ډوډۍ لپاره وارخطايي کوله، خو خدمتګاران حوصله من و او یا ورته ویل شوي و چې حوصله به کوي.

په ډوډۍ کې عموما وریجې، د چرګ غوښه، وړه غوښه، سالنګي، تازه میوه، اوبه او پیپسي وه او د هر چا لپاره ښه بس کیدله، ما شکایت نه دی اوریدلی چې له ډوډۍ څخه دې چا کړی وي.

د همدې ورځې د ډوډۍ او لمانځه وقفه کې ځینې چارواکي چې د جرګې له ګډوډیو یې اندیښنه درلودله له خلکو سره خبرې کولې چې جرګه بریالۍ کړي او ګډوډیو ته یې پرینږدي، انديښنه یواځې د ځینو اوازو په بنسټ وه چې ګنې د اداري پلاوی په ټاکنه کې به بیا جنجال راپورته شي او که دا ځل ټاکنې وځنډیدې جرګه ورسره دوه ورځې ځنډیږي، خو دا اندیښنې بې ځایه وې او د جرګې ګډونوالو هم غوښتل چې هرڅه ژر اداري پلاوی بشپړشي او کمېټې خپل بحثونه وکړي.

دویمه ورځ له غرمې وروسته تالار ته د خلکو په راتلو سره بیا کار پیل شو، هر سهار او ماسپښین به پروګرام د قران کریم په ایاتونو پيل کیده، استاد د  ټاکنو په تړاو مالومات ورکړل چې مرستیالانو څوکیو لپاره ۱۹ او منشیانو څوکیو لپاره ۳۰ کسان نوماندان و چې د منشیانو دوه نوماندانو استعفا وکړه.

اجنډا کې درې مرستیالان او څلور منشیان و، خو دا چې دا موضوع سمتي او قومي کیدله دوه کسان په مرستیالانو او یو کس په منشي زیات شو.

هر کس د یو مرستیال او یو منشي لپاره رای کارولی شوه او له رای ورکولو سره ګوته په رنګ کیدله او اړ و چې تالار پریږدي، له دې سره حاضرو کسانو رای وکارولې او رای شمېرنه د شپې په اوه بجې پای ته ورسیده چې پنځه مرستیالان او پنځه منشیان یې وټاکل.

د جرګې دویمه ورځ په خیرخیریت او پرته له کوم جنجال پای ته ورسیده او د جرګې ګډونوالو ته وویل شول چې سهار دې کمیټو ته لاړ شي او خپل بحثونه دې پيل کړي.

دوام لري………..

Share this page to Telegram

Comments