لوګر کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې تیره شپه افغان او نړیوالو ځواکونو د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په پتنګ سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وویل چې دغه عملیات د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي چې په ترڅ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ښاغلی لونګ وایي چې په عملیاتو کې لسګونه میله سپکه او درنه وسله او ۶۰ کړۍ ماینونه هم د افغان ځواکونو له لوري خنثی شوي دي.
بل خوا د څرخ ولسوال خلیل کمال وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې د څرخ ولسوالۍ لس کلي د وسله والو شتون څخه پاک شوي او ګڼ شمیر د وسلو او مهماتو زیرمې هم له مینځه تللي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments