لوګر کې یو محلي پولیس شپږ تنه په دزو وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر په محمد آغې کې د پړاوو په نوم د محلي پولیسو یوې پوستې کې د محلي پولیسو یو سرتیري پنځه ملګري او یو ملکي وګړۍ په ډزو وژلي دي.
لوګر کې چارواکي وایې د محمداغې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د محلي پولیسو په یوه امنیتي پوسته کې یو محلي پولیس خپل پنځه ملګري او یو ملکي وګړی وژلي او تښتېدلی دى.
د والي ویاند پیښه تاییدوي او وایي چې د محمداغې ولسوالۍ د محلي پولیسو په یوه امنیتي پوسته کې یو محلي پولیس لومړی خپل پنځه ملګري مسموم کړي او بیا یې ډزې پرې کړې او وژلي يې دي.\
د لوګر د والي ویاند سلیم ‌صالح زیاته کړه چې دغه سيمه ييز پوليس له وسله والو طالبانو سره تردې مخکې اړیکه درلوده او په پوسته کې موجود مهمات او وسله يې له ځان سره وړي او تښتېدلى دى.
په دې اړه بیا طالب وسله واله ډله وایې چې د پړاوو په نوم د محلي پولیسو یوه پوسته یې نیولې، سرتېري يې وژلي او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې ورته پیښې د هیواد په بیلابیلو ولایاتونو کې ترسره شوي دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *