لوګر کې یو دیني عالم خپله کرنیزه ځمکه ښوونځي ته ورکړه

comments 0

24 Views

هندوکش ــ لوګر: د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بره کي برک ولسوالۍ د ممي نصرت کلي خطیب خپله کرنیزه ځمکه د ښوونځي ودانۍ جوړولو لپاره ورکړه.
نوموړی دیني مولوي احمدالله عابد نومیږي او په یاده ولسوالۍ کې د شاه ویس قرن په نوم د انجونو اوهلکانو ښوونځي د ودانۍ لپاره ۴۰۰متره مربع ځمکه ورکړه .
چارواکي زیاتوي، چې په یاده ځمکه به دروان کال ترپایه د اقرا پروګرام له لارې یوه مجهزه او عصري ودانۍ جوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې همدا مهال دشاه ویس قرن په لیسه د۳۸۳ انجونو په ګډون ۱۱۰۵ تنه زده کوونکي زده کړې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments