لوګر کې چرس نیول شوي

comments 0

8 Views

هندوکش_  لوګر :د لوګر پولیس وایي، په دې ولایت کې پولیسو یو سلو شپیته کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې تېره شپه د مرکز پل علم اړوند التمور سیمه کې پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال یوه ډاټسن موټر کې ۱۶۰ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

احمدزی زیاتوي چې د دغه نشه یي توکو د قاچاق په تور څوک نه دي نیول شوي خو د پولیسو هڅې روانې دي.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments