لوګر کې پولیسو160 کیلو ګرامه نشه یې مواد نیولي دي

comments 0

2503 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر امنیه قوماندانۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چېو د امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې 160 کیلو ګرامه نشه یې مواد نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ۱۶۰ کيلوګرامه چرس چې په يوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه يوه ګاونډي ولايت ته قاچاق شي، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ونيول، خو د دې پېښې په تړاو څوک نه‌دي نيول شوي.
لوګر ولايت د نشه‌يي موادو د قاچاقو اصلي مسير دی چې له دې لارې د هېواد له ختيځه جنوبي ولايتونو ته نشه‌يي مواد قاچاق کېږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments