لوګر کې پر یو کور د هاوان مرميو د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

comments 0

2655 Views

هندوکش – لوګر: د محمد آغې ولسوال نورمحمد عبيدي وايي دغه پېښه تیر ماښام هغه مهال شوې، چې د یادې ولسوالۍ د دهنو سيمې د لشکرخېلو پر کلي د هاوان څلور مرمۍ ولګيدلې.
عبیدي وایي د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې خو د امنیه قوماندانۍ مسوولین د پیښې په تایید سره وایي تر اوسه روښانه نه ده چې دغه هاوان مرمۍ د چا له لوري توغول شوې.
خو د سيمې اوسیدونکي وايي هاوان په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري توغول شوی او د ملکي خلکو پر کورونو لګيدلي.
دوه ورځې وړانې هم په یاده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د نښتې له امله د ښوونځي يوه زده کوونکې وژل شوې او يوه بله ټپي شوې وه.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments