لوګر کې ټرافیکي پېښه شوې

comments 0

29 Views

هندوکش – لوگر: لوګر کې ټرافیکي پيښې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې تیره ورځ ناوخته د مرکز پل علم اړوند د التمور په سیمه کې د هایلیکس او کرولا موټرو د ټکر له کبله دری کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي
د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.
د پېښې د رامنځ ته کیدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
له دې سره یو ځای خلک له دولت غواړي چې ځینې سړکونه کم سوره دي، پراخ دي شي او یا دې تر څنګ بل سړک جوړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments