لوګر کې وسلوالو طالبانو د یوې کورنۍ ۴غړي وژلي دي

comments 0

15 Views

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو د لوګر ولایت په مرکز التمور سیمه کې د یوې کورنۍ ۴غړي وژلي او ۲ تنه یې ټپیان کړي دي.
ځایي چارواکي وایي،چې د طالبانو د یوې کورنۍ مور او ۳ لورګانې وژلې او د همدې کورنۍ یو ځوان غړی او یوه لور یې ټپي شوې ده.
چارواکي وایي،طالبانو خپل ظلم ته دوام ورکوي او د سولې په پروسه کې شوې هوکړه لیک ته ژمن نه دي.
د لوګر ولایت اوسیدونکي وایي،طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په کړو ژمنو دې عمل وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments