لوګر کې مدني فعالان وايي، طالبان دې له جګړې لاس واخلې او سولې ته دې غاړه کیږدي

comments 0

21 Views

هندوکش ــ لوګر: په لوګر ولایت کې په یوه سولییز لاریون کې مدني فعالانو د جګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدي او د سولې له ملي پروسې سره دې یوځاي شي.
یاد فعالان وايي، طالبانو په دې ورستیو کې ټول انساني اواسلامي ارزښتونه ترپښو لاندې کړي دي، اوپه خپلو بریدونو کې په ملکي وګړو او عامه المنفعه ځايونو رحم نه کوي وژني او ورانوي يې.
دوي زیاتوي، طالبان دې نور د ملکي وګړو له وژنو څخه لاس واخلي او له شته فرصت څخه دې استفاده وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments