لوګر کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

 لوګر: د لوګر امنیه قومنداني وایي، د محمداغې ولسوالۍ اړوند بازک سیمه کې دوه طالبان له افغان ځواکونو سره مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، د مرکز اړوند فقیر کلا په سیمه کې هم دوه طالبان له افغان ځواکونو سره مخامخ نښته کې وژل شوي چې په وژل شویو کې یو سرګروپ او مشهور راکټچي شامل دي. د یو بل خبر له مخې د مرکز اړوند خمند سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې ډلې هوایي برید کړی چې ۱۲ طالبان پکې وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ویلي، په وژل شویو کې د طالبانو درې سرګروپان شامل دي چې عملیات به یې پلان کول. عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments