لوګر کې طالبان وژل شوي

comments 0

25 Views

هندوکش – لوګر: لوګر کې د طالبانو او پولیسو ترمنځ نښتو کې نهه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر امنیه قومنداني وایي، جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه هم ټپیان دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي، نښته تیره شپه د مرکز پل علم اړوند پورک سیمه کې شوې ده.
احمدزي ویلي، برید طالبانو کړی خو د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شوي چې د یادې مرګ ژوبلې له زغملو وروسته یې شاتګ کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments