لوګر کې طالبانو پر خلکو ښوونځي تړلي

comments 0

26 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ښوونځیو ته نږدې د امنیتي پوستو د جوړېدو له امله؛ خلکو ۸ ښوونځي وتړل.

دا لومړی ځل دی چې خلک په خپلو سیمو کې ښوونځي تړي او لامل هم دا په ګوته کوي چې د ولسي پاڅون په نامه ځواکونه د هستوګنې کورونو ته نږدې پوستې جوړې کړې، تل ډزې کوي، سیمه یې نا امنه کړې او خلک اړ شول چې خپل ماشومان ښوونځیو ته پرې نږدي.

تړل شوي اته ښوونځي د لوګر ولایت، محمد اغې ولسوالۍ په ده نو کلي کې دي چې د خلکو په وینا زده کوونکي د تګ راتګ په مهال خوندي نه وو.

دغه اته ښوونځيو کې څه د پاسه دوولس زره زده کوونکو زده کړې کولې چې دوه لېسې، دوه منځني ښوونځي او د هلکانو او نجونو څلور لومړني ښوونځي په کې شامل دي.

که څه هم سیمه ییز چارواکو له خلکو سره ژمنه کړې چې پوستې به لرې کړي، خو تر اوسه اقدام نه دی شوی.

ځایي خلک وایي، طالبان د سیمې خلک مجبور کړي چې ښوونځي وتړي او پوستې لیرې کړي.

عبید رادپور

 

 

Share this page to Telegram

Comments