لوګر کې طالبانو دوه ښونځي سوځولي او یو شمیر یې تړلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – لوګر: د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې په محمداغې ولسوالۍ کې د ښوونځیو تر تړل کېدو او سوځل کېدو وروسته اوس طالبانو په مرکز پل علم کې هم د نجونو او هلکانو ښوونځي تړلي دي
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، وړمه شپه د پل علم اړوند په (شولک) سیمه کې یو ښوونځی چې د ۲۰۰ نجونو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو پکې زده کړې کولې د نامعلومو وسلوالو له لوري وسوځول شو.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي، طالبانو ځکه دغه ښوونځی سوځولی چې د مرکز پل علم اړوند بابوس سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا شپني عملیات ترسره شوي وو.
که څه هم په لوګر کې ځایي چارواکي او ولایتي شورا د ښوونځيو د بندولو پړه پر طالبانو وراچوي خو طالبانو تازه څه نه دي ویلي خو یوه اونۍ وړاندې د دوی لخوا د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع رد شوې وه.
د لوګر ولایت اوسېدونکي له اړوند مسؤلینو، طالبانو، او قومي مشرانو غوښتنه کوي چې په ګډه دغه ولایت کې د ښوونې په برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي.
بل پلو په پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له عملیاتو سره سم دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې وسله وال طالبان د نجونو او هلکانو ښونځي سوځوي او ځینې نور تړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments