لوګر کې شل وسله وال طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي چې افغان ځانګړو ددغه ولایت په خوښۍ، محمداغې او مرکز پل علم کې بیلا بیل عملیاتونه ترسره کړئ او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دوي زیاتوي چې په عملیاتو کې تر شلو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه میله سپکه او درنه وسله د افغان ځواکونو لاس ته پریوتې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات د خوښۍ ولسوالۍ په باغګي او دوبندي، د مرکز پل علم په بابوس او د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمو کې ترسره کړئ دي.
احمدزی وایي چې په عملیاتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته ګڼ شمیر سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments