لوګر کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه نیول شوې

comments 0

109 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې افغان او نړیوالو ځواکونو تیره ورځ د څرخ ولسوالۍ په پنګرام او ډبر سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او خنثی کړې ده.
په نیول شوی زیرمه کې سلګونه میله سپکه او درنه وسله او سلګونه کړي واړه او لوي ماینونه هم د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري له مینځه وړل شوي دي.
د څرخ ولسوال وایي د وسلو او مهماتو دغه زیرمه د پنګرام جامع جومات ترڅنګ په یوه هټۍ کې جوړه شوې وه چې د له امله یې جامع جومات هم ویجاړ شوی دي .
چارواکي وایي، چې طالبان تل له مقدسو ځایونو څخه دسنګر په توګه ګټه اخلي اوله همدې لارې غواړي ځان خپلو شومو موخو ته ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments